Jump to ratings and reviews
Rate this book

قوة العادات: لماذا نعمل ما نعمل في الحياة الشخصية والعملية؟

Rate this book
هذا الكتاب يوضح الجانب المدهش من الاكتشافات العلمية التي تشرح سبب وجود العادات، وكيف يمكن تغييرها. ويحتوي الكتاب - في جوهره - على نقاش ممثير: يتمثل سر الانتظام في ممارسة الرياضة، وفقدان الوزن، وتربية أطفال رائعين، والوصول الى مستوى أعلى من الانتاج، وبناء شركات ثورية وحركات اجتماعية، وتحقيق النجاح في فهم كيفية عمل العادات. ان العادات ليست قدرا محتوما. وكما يظهر "تشارلز دويج" يمكننا تغيير أعمالنا، ومجتمعاتنا، وحياتنا عن طريق الاستفادة من هذا العلم الجديد.

247 pages, Paperback

First published April 25, 2012

Loading...
Loading...

About the author

Charles Duhigg

62 books6,284 followers

Ratings & Reviews

What do you think?
Rate this book

Friends & Following

Create a free account to discover what your friends think of this book!

Community Reviews

5 stars
243,490 (41%)
4 stars
210,624 (36%)
3 stars
96,958 (16%)
2 stars
20,750 (3%)
1 star
9,548 (1%)
Displaying 1 - 1 of 1 review
Profile Image for Mahmood Saeed.
15 reviews4 followers
November 30, 2018
د عادت ځواک
دا څه چې کوو؛ ولې يې کوو او دا عادت څنګه بدلولای شو؟
ليکوال: چارلز دوهيګ
د چاپ کال: ۲۰۱۲ – نيويارک
کتاب درې برخې او ۹ څپرکي لري. لومړۍ برخه يې کسانو او دوهمه برخه يې د بنسټونو او سازمانونو د عادتونو په اړه ده. دريمه برخه بيا د ټولنو د عادتونو په اړه ده. کتاب د سلګونو علمي څېړنو، له سلګونو ساينس‌‍‌پوهانو سره د مرکو او په لسګونو شرکتونو کې د ريسرچ په مرسته ليکل شوی دی.
***
ليزا الن له شپاړس کلنۍ په سګرټو روږدې شوه. د ژوند ډېره برخه يې له چاغوالي سره په جنجال تېره شوه. په پورونو کې ډوبه وه او وروستۍ دنده يې له يو کال بشپړولو وړاندې پريښې وه. تر ۳۴ کلنۍ کې يې کور واخيست. سګرټ يې پرېښول. ماسټري يې پیل کړه او شاوخوا دېرش کيلو وزن يې کم کړ! سريزه د ليزا په دې کيسه پیليږي. دا چې هغې د کارونه څنګه ترسره کړل؛ د هغې د عادتونو بدلولو په کيسه کې لولو.
نن سهار مو په څه پیل وکړ؟ ورځني کارونه څنګه او ولې ترسره کوئ؟ په ۲۰۰۶ د يوې علمي څېړنې له مخې د ورځني ژوند ۴۰ په سلو کې کړنې يوازې د عادت له مخې ترسره کيږي. له ارستو رانيولې تر ويليام جېمز او نورو ګڼو عالمانو ټولو هڅه کړې پوه شي چې عادتونه ولې شته. يوازې په وروستيو دوو لسيزو کې علم موندلې چې عادتونه څنګه رامنځته کيږي او څنګه بدليږي.
وروسته بيا ليکوال د عادتونو دعلم په اړه د تحقيق د لېوالتيا کيسه کوي چې څه ډول د پوځيانو له عادتونو اغېزمن شو. کيسه يې جالبه ده. خامخا يې ولولئ.
عادت هره هغه کړنه ده چې يو ځل په قصدي ډول ترسره کيږي او بيا له تمرکز پرته په پرله‌پسې ډول تکراريږي.
لومړی فصل د دوو عصبي ناروغانو په کيسه پیليږي. څېړنې ثابتوي چې يو کس کولای شي د حافظې له لاسه ورکولو ورسته هم د عادت خپلولو ځواک ولري. وروسته بيا په موږکانو د څېړنو کيسې او پایلې بيانيږي.
د عادت بدلول سخت دي‌خو د وروستيو څېړنو له برکته دا کار ممکن دی. د عادتونو جوړېدل د مغز کار دی او کله چې د علم په مرسته د مغز د کار په ډول پوه شو؛ عادتونه په آسانۍ بدلولای شو.
ستونزه
حل‌لار
پايله
د څېړنو له مخې عادتونه د عادت د کړۍ له مخې جوړيږي. په دې کړۍ کې درې شيان یو له بل سره تړلي دي: لومړی يې لارښود (Cue) دی چې مغز ته لارښوونه کوي څو په اتومات ډول يو عادت وکاروي. ساده بېلګه يې د تودې ډوډۍ بويول دي. دوهم شی په ورځني ډول (Routine) د هغه کار ترسره کول دي چې ښايي فزيکي، احساسي يا عصبي وي. دريم يې جايزه (Reward) ده کوم چې له مغز سره مرسته کوي څو د هغې کړۍ د تعقيبولو ارزښت وښيي. دا ټول ځکه چې مغز غواړي په يوه شي د بيا بيا فکر کولو مخنيوی وکړي او لږ انرژي ضايع کړي. دا چې په مغز کې د عاداتو برخه (basil ganglia) د ښو او بدو عادتونو توپير نه شي کولای؛ له بدو عادتونو هم د ښو پایلو او جايزې تمه لري.
په دوهم څپرکي کې لولو چې هافکين څه ډول خلک د خپلو توليد شوو توکو اخستلو ته هڅول؟ څه ډول يې په خلکو کې نوي عادتونه جوړول؟ د بېلګې په ډول يو صابون يې په دې مشهور کړ چې ګواکي کلوپاترا په هغې ځان مينځلی! هغه په خلکو کې شديده لېوالتيا رامنځته کوله. عادتونه خپل ځواک له شديدې لېوالتيا اخلي. په دې ډول سایکالوژيکو رازونو پوهېدل سوداګري بريالۍ کولای او تاسې ميليونر کولای شي. د دې لېوالتيا، لارښود، تکرار او جايزې په اړه په زړه پورې مثالونه وړاندې شوي.
دلته د سوداګرو د اعلانونو او توليداتو په رازونو هم پوهيږو. نورې کيسې او تجربې هم لولو او ښايي له لوستولو وروسته يې د انرژۍ څښلو په شان له بده عادته د تل لپاره لاس واخلئ. د عادت په کړۍ کې مو تل د جايزې برخې ته پام وي. دا خبره مو يو وخت د کتاب د مطالعې په اړه هم کړې وه. هر وخت له مطالعې وروسته ځان ته ډالۍ ورکړئ. د بېلګې په ډول يوه مڼه وخورئ يا جوس وڅښئ. دا کار مو په مطالعه عادت کولای شي.
دريم څپرکی د عادت د طلايي قانون په اړه دی. د دې قانون له مخې د لارښود او جايزې تر منځ روټين بدلول کولای شي د بدو عادتونو د بدلولو سبب شي. عادتونه په يوه ورځ نه بدليږي؛ بايد د بدلون لپاره يې وخت ځانګړی شي او په دې موده کې کافي زغم ولرو. د عادت بدلولو لپاره تر ټولو مهم شرط دا دی چې په دې بدلون باور ولرئ. کله چې په يو شي باور کول زده کړئ؛ د ژوند ډېرې برخې مو بدلولای شئ. د لوبو قهرمانان فوق‌العاده کارونه نه کوي خو منظم کارونه کوي خو دا کارونه له فکر کولو پرته ترسره کوي ځکه همدا ډول يې عادت کړی وي.
د کتاب ښه ځانګړتيا دا ده هره برخه يې په يوه جالب داستان پیليږي او دا داستانونه د ادعاوو د اثبات لپاره کارول کيږي. د کتاب په دې برخه کې هم د نورو هغو په شان د فوټبال د يوه ټيم او د هغه د روزونکي کيسه راځي چې څه ډول يې د لوبغاړو عادتونه بدل کړل.


د کتاب دوهمه برخه د سازمانونو د عادتونو په اړه ده.
څلورم څپرکی د امريکا د المونيمو د يوې کمپنۍ په کيسه پیليږي. دا چې نوي ريیس څنګه يوه مخ پر ځوړ کمپنۍ له ماتې وژغورله او بېرته يې په مولټي ميلياردي کمپنۍ بدله کړه؛ په ادامه کې لولو. د يوه مهم عادت په بدلولو د کندې پر غاړه ولاړ بنسټ له لوېدو ژغورلای شو. ښه سازماني عادتونه برياوې رامنځته کوي خو بد سازماني عادتونه د نابودۍ لامل کيږي. د کليدي عادتونو موندلو لپاره بايد هڅه وشي او په بدلولو يې مثبت لوري ته ګام واخستل شي. ډېر وخت ادارو ته نوي مشران راځي او د چارو له ارزولو پرته پخوانيو کارونو ته دوام ورکوي. دا کار د بدو عادتونو د دوام او ادارو د ناکامۍ لامل دی.
وړې لاسته‌راوړنې مو سترو برياليتوبونو ته رسولای شي. په دې اړه بيا د فليپس کيسه لولو. وروسته په امريکا کې د دولتي ادارو د عادتونو، د مېرمنو او ماشومانو د مړينو د لاملونو او لارو چارو او چاغۍ په اړه د څېړنو پایلې او کيسې لولو.


پينځم څپرکی د يوې ډېرې مهمې موضوع (ارادې ځواک) په اړه دی. زموږ په ادبياتو او فرهنګ کې کې د ارادې ځواک په نامه ډېر څه نشته او ډېر کم خلک له دې باارزښته وړتيا برخمن دي. د دوهيګ په وينا د ارادې ځواک د بريا لپاره تر ټولو مهم کليدي عادت دی. هغه وايي چې د ارادې ځواک زده کېدای او پياوړی کېدای شي. وروسته بيا د دې خبرو د اثبات لپاره د يوه ځوان او د امريکا د قهوې د سترې کمپنۍ کيسه راوړي.
بيا په محصلينو د څېړنو کيسه هم راځي چې له مخې يې په ډاګه شوې ده چې د ارادې ځواک په بريا، لوړو نمرو او د ژوند او سازمان په پرمختيا کې څومره مهم دی. د ارادې د ځواک د پياوړي کولو او په عادت بدلولو لپاره د نورو بېلابېلو څېړنو او سروې‌ګانو پایلې او کيسې هم لولو. د دوهيګ په وينا اوس د امريکا په ځينو پوهنتونونو او ښوونځيو کې هم د ارادې د ځواک په اړه درسونه ورکول کيږي.

شپږم څپرکی د بحرانونو د کنټرول او له هغو د ګټې اخستو په اړه دی. په دې برخه کې د يوه روغتون او د لندن د ميترو د بحرانونو د رامنځته کېدلو او له هغو د سازماني عادتونو د جوړولو لپاره د ګټې اخستنې په اړه کيسې لولو. د روغتون د نرسانو او ډاکټرانو تر منځ ناسم پوهاوي او شخړو ډېر ناروغان د مرګ تر کومي ورسول. د دې کار لامل د ناسم سازماني عادت عامېدل وو.
...
Displaying 1 - 1 of 1 review