Asad26 reviews12 followersFollowFollowDecember 18, 2020رنګه غوږونه زموږ د ټولنې هندارههنداره د دې لپاره ښه ده، چې څېره کې شته نیمګرتیاو او غبار ته مو ځیر کوي.له بده مرغه زموږ ټولنه هنداره نه لري، هېڅ مو خپلو نیمګړتیاو ته نه پام کېږي. یو مسلمان د بل مسلمان هنداره ده، خو موږ بیا یو د بل هنداره نه یو. که چېرته موږ یو د بل هنداره شو، باور وکړئ چې دغه شته ناخوالې به راکمې او ان نشت شي. د دې لپاره چې موږ خپل ځان وونیو، موږ باید د احمدي صاحب غوندې لیکل وکړو؛ تر څو خپل ولس ته داسې هندارې وړاندې کړو، لکه جام جم چې ټول ولس پکې ووینو.ما د احمدي صاحب تر (بوډا او د لېوانو پلونه) او (د معجزې تیږه) پرته ټول ناولونه، د لنډوکیسو ټولکه(د واورې سړی) د لنډو کیسو تیوري په اړه(راځئ کیسه ولیکو) لوستي دي. ټول په یوه ځانګړې تلوسه لوستل کېږي.نن مې رنګه غوږونه ولوستو، دا ناول د جوجو ناول پاتې یا دویمه برخه ده. جُوجُو د بلې سیارې یو خارق العاده ژوند موجود دی. په رنګه غوږونو کې جوجو راځي، تواب له ځان سره یوې بلې(تورې سیارې) ته بیایي، هلته دواړه سوله راولي. توره سیاره هوبهو اوسنی افغانستان دی. هغه سیاره د ننني افغانستان کاپي ده. د ارامۍ لپاره یې تواب مټې راونغواړلې، ټوله سیاره یې، ګلي ګلزار کړه. د دې آرامښت لپاره، ټینګ مجبوریت او قوي هوډ وشو.ناول چې کله لولو، داسې فکر کوو چې افغانستان لولو. د دې ناول حمکت دا دی، چې زموږ ټولنه یې په بل رنګ او بل مکان کې راته ښکاره کړې ده. زما په ګډون ډېری دا عادت لرو چې نور د خپلې ټولنې بدبختۍ نه شو اورېدلی، ځکه موږ یوه دروغجنه هیله لرو. رنګه غوږونه دا کمال لري، ټول ځان درباندې لولي وروسته دې پوهوي، چې که هوډ وکړو، وطنونه بدلولی شو، مګر که هوډ ونه لرو خپل ځان هم نه شو بدلولی. تواب تورې سیارې ته د دې لپاره تللی و، چې د سیارې اوسېدونکي د آرام ساه واخلي. د خپلې ځمکې او کورونو په ارزښت پوه شي. انسانیت، مذهب، وطن او... ته زیان پېښ نه شي. هېڅ څوک نشته چې، دین، مذهب، انسانیت، خاوره، ناموس، فرهنګ او... ته زیان واړوي، مګر جګړه دا هر څه زیانمنوي او خطر ورته متوجه کوي. په دې خبره به مو هم رنګه غوږونه وپوهوي.رنګه غوږونه یوه هنداره ده، ځان، کورنۍ، او ټولنه پرته له کومې ستونزې پکې لیدلی شئ.رنګه غوږونه ولولئ چې خپل اوسنۍ کړنې په بله بڼه ولولئ.احمدي صاحب دې خدای وساتي، چې زموږ نیمګړتیاوې په هنري او ساده ژبه راته وړاندې کړي.
منور شاه1 reviewFollowFollowJuly 14, 2023The best fiction noveI have ever read.Reat In Peace Dear Naseer Ahmad Ahmadi (A great novelist of Pashtun Society, no one would ever replace him)