د سلو ډالرو کاروبار تاسو ته در ښيي چې څنګه خپل مهارت د عاید سرچينه وګرځوئ، او خپل ژوند له سره او پخپله خوښه جوړ کړئ. دا د انتظار نه، بلکي د عمل کتاب دئ. په داسي چاپيریال کې چې ډېری خلک ئې د امکاناتو نستوالی پلمه ګرځوي او په دې ډول یوه بله ورځ هم له خپل مطلوب او د خوبونو له ژونده لېري کېږي، دا کتاب تاسو ته در ښيي چې بدلون له پانګي څخه نه، بلکي له فکره پیلېږي. د سلو ډالرو کاروبار دا کتاب ثابتوي چې حتا په ډېرو لږو امکاناتو، ساده مهارتونو، او روښاني تګلاري سره هم د عاید یوه ازاده او باعزته سرچينه رامنځته کېدلای سي. دا کتاب د هغو کسانو له پاره دئ چې نور نه غواړي د نورو پرېکړو ته منتظر پاته سي؛ د هغو له پاره چې غواړي د خپل وخت، کار او راتلونکي مالکین واوسي. هغوی چې نور نه غواړي خپل ژوند، هڅي او تر ټول